شنبه, ۰۹ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د روهینګیا د ټولوژنې لړۍ به تر هغه دوام ولري، تر څـو ملي دولت پر رښتیني خلافت بدل نه شي
بسم الله الرحمن الرحيم
د روهینګیا د ټولوژنې لړۍ به تر هغه دوام ولري، تر څـو ملي دولت پر رښتیني خلافت بدل نه شي

خبر:

د (۲۰۱۷م) کال د اګېسټ راهیسې د نړۍ  زیاتو ځورېدلو روهینګیایي مسلمانانو پر وړاندې وروستی دولتي تاوتریخوالی تر هغه وروسته ترسره کیږي چې پر پولیسو او سرحدي پوستو د دوی په وینا غلچکي برید ترسره شو. د میانمار پوځ یو لړ منظم او بې توپیره کمپاین د روهینګیایي مسلمانانو د کلو پر وړاندې پيل کړی. د (۲۰۱۷م) کال د سپټمبر پر دویمه د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې کابو ۲۶۰۰ ودانۍ د میانمار په کلو کې د میانماري پوځ له لورې سوځېدلې دي. د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې یوازې په یوه اونۍ کې نږدي ۶۰۰۰۰ روهینګیايي وګړي د ناوړه تاوتریخوالي له امله تښتېدلي او په ګاونډي هېواد بنګله‌دېش کې د پنا اخیستلو په لټه کې دي.

تبصره:

د لسیزو راهیسې د میانمار پوځ له لوري پر روهینګیايي مسلمانانو دوامداره او منظمه  وحشي ځورونه یوه تور پړاو ته ننوتې ده. د میانمار قصاب پوځ د راخاین بودايي ترهګر پوځ سره یې یو ځای د یاغیانو سره د مبارزې او د سیمه‌یيزو چاڼیزو عملیاتو تر نامه لاندې په تورو، چاړو او ټوپکونو جګړه پیل کړې ده. د روانې میاشتي سېپټمبر پر دویمه د میانمار پوځ اعلان وکړ چې نږدې ۴۰۰ مسلمانان په تېره یوه اونۍ کې وژل شوي دي. سره له دې موږ پوهیږو چې واقعي شمېره ډیره لوړه ده او نوموړې شمېره ورځ تر بلي پورته ځي. د وژل شوو کسانو وېروونکی عیني شمېر لا له وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې د ویروس په څېر خپور شوی. د ټیلیګراف ورځپاڼې د راپور له مخې یوه ژغورل شوي کس وویل چې د میانمار پوځي سرتېرو د راخاین له بودایانو سره یو ځای ګڼ شمېر روهینګیايي نارینه د باڼس څخه جوړشوي هستوګنځې ته ولیږدول چې اوربل پکې شوی و او تر مرګه یې پکې سوځل. همدا ډول د نارینه وو سترګې یې تړلې او د خپلو کورنیو په مخ کې یې حلالول، پر ښځو او ځوانو نجونو یې ډله ییز جنسي تېري ترسره کړل. ان د نوي زېږېدلي ماشومانو پر مرۍ یې پښه اېښوده او یا یې سر له تنې بېلوه او جهیل ته یې غورځاوه. لا حول ولا قوه الا باالله. د میانمار پوځ پر هغو ملکې وګړو د هاوانونو او ماشینونو ډزې کولې  چې د وینې توېدو له امله له پولې ها غاړي بنګله‌دېش هیواد ته پورې وتل.  

هغه مهال چې د ملګرو ملتونو سرمنشي کوفي عنان له لوري د رهبري کېدونکې ډلې له خوا یو کلن څېړنیز راپور د روهینګیا د بشري حقونو د تېریو په اړه د میانمار مشرې اونګ سن سوکي ته وړاندې شو او د میانمار حکومت یې دې ته اړ کړ چې د دولت له لوري پر دوی تپل شوي تاوتریخوالي ته د پای ټکی کیږدي، نو سمدلاسه د اګېسټ په پای کې موږ د میانمار پر پولیسو او د هغوی پر سرحدي پوستو د یوه پلان شوي ترهګریز برید شاهدان وو. له هغه راهیسې د برما پوځ وژونکي پوځي عملیاتو لړۍ ته دوام ورکړی دی. د عامه وژني د عملیاتو ستره وېرجنه برخه دا ده چې د روهینګیا ټول وګړي، د ماشومانو او مېرمنو په ګډون په ټولیز ډول د بریدونو په ګناه نیول شوي دي. سره له دې داسې کافي شواهد نشته چې بریدګر واقعي روهینګیایان وښيي، خو ټول مسلمان وګړي یې له افراطیت سره په تړاو په نښه کړل، ترڅو له دې لارې یې په بشپړ ډول د نړۍ له مخ  څخه پاک کړي او لوېدیځې نړۍ په لوی لاس د دغه سترې وژنې په اړه سترګې پټې کړې دي.

د داسې ډاروونکو عامه وژنو تر منځ، موږ د بنګله‌دېش د تېرایستونکې لومړۍ وزیرې حسینې د ډېر کرغېړن ځواب شاهدان یو. حسینه د دې پرځای چې د روهینګیا د تښتېدلو مسلمانو لپاره امن او پناځای برابر کړي، د بنګله‌دېش سرحدي ساتونکو (BGB) ته یې امر وکړ چې دوی بېرته د بنګال خلیج ته وشړي. حقیقت دا دی چې دوه مخي لا تر دې دمه پای ته نه ده رسېدلې. حسینه د دوه مخې مشرې په توګه د میانمار د عاموژنې پوځ ته چې زموږ وروڼه او خویندي حلالوي، د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډو عملیاتو وړاندیز کوي. د (۲۰۱۷م) کال د اګېسټ پر ۲۸ مه د بنګله‌دېش لومړۍ وزیرې په داکا کې د میانمار سفارت ته رسمي وړاندیز ولېږه چې د میانمار له پوځ سره یو ځای د بنګله‌دېش له لوري د اسلامي افراطیت تر نامه لاندې پکې د ګډې جګړیزي مرستې څرګندونه شوې وه. د حسیني حکومت د میانمار د امنیت په اړه اندېښمن دی، خو د میانمار د ۱،۱ میلیونه روهینګیایي مسلمانانو بد او وېرجن حالت ته، چې د تېرو څو ورځو راهیسې د مخ پر زیاتېدونکې ناورین شاهدان دي، هيڅ پاملرنه نه کوي. د ملي دولت د واکمنانو رول د پاتې پیاوړې اسلامي نړۍ لپاره د بشپړ خیانت څخه بل څه کېدای شي؟ ټول هغه څه چې دوی یې نن ورځ ترسره کوي بل هیڅ نه دي؛ یوازې تش په نامه خدمتونه دي.

که څه هم، حسینې په بې شرمۍ امر وکړ چې له روهینګیا څخه تښتېدلي ملکي کلیوال باید بېرته وشړل شي، چې په بېوزلۍ کې ژوند کوي. خو نوموړو کلیوالو د خپلو نورو وروڼو او خویندو د مرستې په موخه د خوړو، اوبو او د ژوند د نورو مادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره لاس اوږد کړی. (ډېلي سټار، د اګسټ ۲۷مه)

 ان په وروستیو څو ورځو کې د بنګله‌دېش سرحدي ساتونکو د حکومت له امر څخه سرغړونه کړې او روهینګیايی وګړو ته یې سیمې ته د راتګ اجازه ورکړې. دا په دې مانا ده چې د امت احساسات د اوسنیو واکمنانو د ارزوګانو پر خلاف راپورته شوي. د بېلګې په ډول، په امت کې د ورورولۍ احساسات تر هغو مصنوعي اندونو څخه مخ پر وړاندې ځي چې د ملي دولت د مشرانو له لوري موږ ته را کول کیږي.

په روهینګیا کې کړکېچ یو ځل بیا موږ ته دا رایادوي چې اوس هغه وخت رارسېدلی، چې له ناقانونه واکمنانو لکه له حسینې څخه باید ځانونه خلاص کړو، چې د ناوړو لوېدیځوالو ځواکونو له لوري پر موږ تپل شوې. حسینه د استعمار شوو اسلامي خاورو د نورو سیالانو په څېر غواړي چې د ملي دولت ساتنه په داسې چل وکړي چې د خپلو ښکېلاکګرو بادارانو له لوري ورته بلنه شوې وي. هغه وخت رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته یادونه کړې چې د یوه امت احساسات باید په داسې توګه خپل کړو چې تر مصنوعي پولو ورواړو. هغه فرمايي:

«المُسْلِمُ أَخُو المُسْلِمِ، لاَ يَظْلِمُهُ وَلاَ يُسْلِمُهُ»

(بخاري)

یو مسلمان د بل مسلمان ورور دی، نه به ظلم پرې کوي او نه به يې ظالم ته سپاري.

حسینه له موږ څخه نشنلېستي او ملي احساسات غواړي چې دا احساسات په اسلام کې حرام دي. خو دغه سپېڅلي امت یو ځل بیا ثابته کړه چې د دوی احساسات او انګېرنې د حسینې د کړنو او د هغو پوځي سرتېرو پر خلاف دي، چې حسینه يې د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ماموریت لپاره له کافرانو سره یوځای لېږي. خو حسینه نه شي کولی چې د میانمار د فتح کولو لپاره یو پیاوړۍ پوځ ولیږي، ترڅو ګاونډيو مسلمانانو ته له کړکیچ څخه د خلاصون په موخه  دایمي امن راوړي. اوس د مخلص پوځ  لپاره د ازموینې وخت راغلی. دوی باید له الله او د روهینګیا مظلومو خلکو له ښېرا څخه و وېریږي.  راوړاندي شئ د خپلو هغو وروڼو او خویندو د مرستې لپاره چې په سپینه ورځ حلالیږي. د مادي ملاتړ په مرسته د ملي دولت باطل جوړښت  له منځه یوسئ او هغه رښتینی خلافت بیا تاسیس کړئ، چې تل د مسلمانانو د عزت دفاع کوي او په بنسټیز ډول جغرافیايي پولې او سرحدونه له منځه وړي.

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکوال: عماد الدین امین

د حزب التحریر- ولایه بنګله‌دېش د مطبوعاتي دفتر غړی

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې